مقامی ۵ اگست ۲۰۲۶

د هرنایي د سکرو کان پېښه، د ۳۴ وژل شوو کان کېندونکو د مړینې پلټنې پیل شوې

د تحقیقاتي محکمې غونډه، د پېښې د لاملونو او مسؤلو کسانو د معلومولو بهیر روان شو
کوټه (ویب نیوز) د هرنایي ولسوالۍ د سردار عثمان خان جوګیزي کول کمپنۍ په سکرو کان کې د رامنځته شوې غمجنې پېښې، چې پکې ۳۴ کان کېندونکي وژل شوي وو، رسمي پلټنې پیل شوې دي. د ماینز ایکټ ۱۹۲۳ د ۲۱مې مادې له مخې جوړې شوې تحقیقاتي محکمې د مشر په مشرۍ د اګست په ۴مه یوه مهمه غونډه وکړه، چې پکې د پلټنو د طریقې او راتلونکې تګلارې جاج واخیستل شو. په غونډه کې پرېکړه وشوه چې تحقیقاتي کمېټه به ژر د پېښې ځپلي کان تفصیلي معاینه وکړي او د پېښې اړوند ټول موجود اسناد، شواهد او حقایق به راټول کړي، څو د حادثې اصلي لاملونه او مسؤل عوامل معلوم شي. تحقیقاتي محکمې له ولس او اړوندو کسانو څخه د همکارۍ غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې هغه کسان چې د پېښې په اړه معلومات لري یا خپل بیان ثبتول غواړي، کولای شي د ۲۰۲۶ کال د اګست له ۱۰مې تر ۲۰مې نېټې پورې د دفتري وختونو په مهال د بلوچستان د چیف انسپکټر ماینز دفتر، لېنګ سریاب روډ کوټه، ته ورشي او خپل بیان ثبت کړي. چارواکو ویلي چې د تحقیقاتو د شفاف او بشپړ ترسره کېدو لپاره به ټول شواهد او بیانونه په پام کې ونیول شي، څو په راتلونکې کې د ورته پېښو د مخنیوي لپاره اغېزمن اقدامات وړاندیز شي.