تازه خبرونه ۶ اگست ۲۰۲۶

د بلوچستان د ټولیز سیاسي او امن و امان وضعیت په اړه د آل پارټیز مهمه مشورتي غونډه روانه ده

کوټه (سید سردار محمد خوندئی)
د عوامي نیشنل پارټۍ د صوبایي صدر اصغر خان اڅکزي په مشرۍ د بیلابیلو سیاسي ګوندونو د مشرانو یوه مهمه آل پارټیز مشورتي غونډه روانه ده.

په غونډه کې د بلوچستان د اوسني امن و امان وضعیت، د صوبې ټولیز سیاسي حالات، ولس ته ورپیښو ستونزو، بین الجماعتي مشورې او د راتلونکي ګډې تګلارې په اړه په تفصیل سره غور کیږي.

په غونډه کې د نیشنل پارټۍ مشر او د بلوچستان پخوانی اعلی وزیر ډاکټر عبدالمالک بلوڅ، کبیر محمد شهي، اسلم بلوڅ، د جمعیت علماء اسلام صوبایي امیر سینیټر مولانا عبدالواسع، آغا محمد شاه، د بلوچستان نیشنل پارټۍ اختر حسین لانګو، چیئرمین واحد بلوڅ، د پښتونخوا نیشنل عوامي پارټۍ سید قادر آغا، فقیر خوشحال کاسي، عیسی روښان، د نیشنل ډیموکریټک موومنټ احمد جان خان، ایمل خان ناصر، عنایت شاه، د هزاره ډیموکریټک پارټۍ قادر نایل، داؤد جان او د جماعت اسلامي زاهد اختر جمیل مشواڼی ګډون لري.

په دې موقع د عوامي نیشنل پارټۍ مرکزي سینئر نائب صدر داؤد خان ایډوکیټ، صوبایي پارلماني مشر انجینئر زمرک خان اڅکزی، صوبایي جنرل سیکرټري مابت کاکا، مرکزي ایډیشنل سیکرټري عبیدالله عابد، مرکزي ډیپټي ایډیشنل سیکرټري جاوید کاکړ، مرکزي سیکرټري رشید خان ناصر، صوبایي نائب صدر جمال الدین رشتیا او د کوټې ضلعې صدر ثناءالله کاکړ هم په غونډه کې ګډون لري.

په غونډه کې په بلوچستان کې د سولې ټینګښت، سیاسي ثبات، د ډیموکراټیکو ارزښتونو د ودې او د ولسي ګټو د خوندیتوب لپاره پر ګډې تګلارې او راتلونکې لائحې عمل مشورې روانې دي.