کوټه(ویب نیوز)د بلوچستان روغتیايي پاملرنې کمېسیون د یوه رسمي سرکلر له مخې د صوبې په ټولو دولتي او خصوصي روغتونونو کې د رسنیو د استازو پر غیر مجاز ننوتلو بندیز لګولی دی. د پرېکړې له مخې، خبریالان به د عملیاتو خونې، آی سي یو، بېړني وارډ، د جلا ساتنې څانګو او نورو حساسو طبي برخو ته له مخکنۍ لیکلې اجازې پرته نه شي داخلېدای. همدارنګه د ناروغانو، د هغوی د خپلوانو او روغتیايي کارکوونکو د ویډیو، عکسونو او مرکو اخیستل هم د مجازې ادارې له لیکلې اجازې پرته منع دي. کمېسیون ویلي، د دې اقدام موخه د ناروغانو د محرمیت، وقار، د درملنې د بهیر او د انتاني ناروغیو د کنټرول ساتنه ده، او د سرغړونې په صورت کې به د بلوچستان د روغتیايي پاملرنې د ۲۰۱۹ کال قانون او نورو اړوندو قوانینو له مخې قانوني اقدام کېږي.
