کوټه(ویب نیوز) پښتونخوا ملي عوامي ګوند په یوه بیان کې ویلي چې د تحریک تحفظ آئین پاکستان د مشر، د ګوند د رئیس او د قومي اسمبلۍ د اپوزېسیون مشر محمود خان اڅکزي په غوښتنه د هېواد په بېلابېلو ښارونو او سیمو کې پراخ احتجاجونه او غونډې ترسره شوې. په بیان کې ویل شوي چې هېواد له سختو اقتصادي، سیاسي او امنیتي بحرانونو سره مخ دی، د اساسي قانون او ولسواکۍ ارزښتونه زیانمن شوي او د سیاسي بېثباتۍ له امله ستونزې ورځ تر بلې ژورېږي. ګوند ویلي چې په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې د سوداګرۍ او روزګار محدودیتونه د خلکو اقتصاد زیانمنوي او د ستونزو د حل لپاره سیاسي ډیالوګ اړین دی. په بیان کې دا هم ویل شوي چې د کوټې درې ورځنی جرګه به د اګست په ۳۰، ۳۱ او د سپتمبر په لومړۍ نېټه ترسره شي.
