مقامی ۶ اگست ۲۰۲۶

په بلوچستان کې د امنیتي ځواکونو دوه ستر عملیات، ۱۲ وسله وال ووژل شول

راولپنډۍ/کوټه (ویب نیوز) د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو ادارې (آی اېس پي آر) ویلي چې د بلوچستان په واشک او مستونګ ولسوالیو کې امنیتي ځواکونو د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ دوه بېلابېل عملیات ترسره کړي چې پکې ټولټال ۱۲ وسله وال وژل شوي دي. د آی اېس پي آر د بیان له مخې دغه عملیات د اګست په ۵مه او ۶مه د “ردالفتنہ-3” عملیاتو په لړ کې ترسره شوي او پکې د هندي پراکسي ډلې “فتنه الهندوستان” پورې تړلي وسله وال په نښه شوي دي. د بیان له مخې د واشک په عملیاتو کې ۶ وسله وال ووژل شول، او د مستونګ په عملیاتو کې د سختې نښتې وروسته نور ۶ وسله وال هم ووژل شول او د هغوی یو پټنځای هم له منځه یوړل شو. آی اېس پي آر ویلي چې دغه عملیات د ترهګرۍ پر ضد د روانې ملي مبارزې برخه ده او د ملي عمل پلان او “عزم استحکام” تر چتر لاندې به امنیتي ځواکونه او د قانون پلي کوونکي ادارې د بهرني ملاتړ لرونکې ترهګرۍ د بشپړ له منځه وړلو لپاره خپلې هڅې دوامدارې وساتي.