مقامی ۷ اگست ۲۰۲۶

زیارت کې د کلي تنګي په سارو سیمه کې کړکېچ، ځايي کسان یو د بل پر وړاندې مورچلې نیولي

کوټه(ویب نیوز) د زیارت ولسوالۍ د کلي تنګي په سارو سیمه کې د دوو ځايي ډلو ترمنځ سخت کړکېچ رامنځته شوی، چې دواړه لوري د یو بل پر وړاندې مورچلې نیولې دي. د سرچینو په وینا، په سیمه کې وضعیت د اندېښنې وړ دی او د هر ډول ناخوښه پېښې د احتمال له امله د سیمې د خلکو ترمنځ وېره او اندېښنه خپره شوې ده. ځايي سرچینې وايي چې تر اوسه سیمه‌ییزه اداره د وضعیت په کنټرولولو کې بریالۍ نه ده او کړکېچ لا هم دوام لري. تر دې دمه چارواکو د پېښې یا د احتمالي اقداماتو په اړه کوم رسمي بیان نه دی خپور کړی.