تازه خبرونه ۱۲ اگست ۲۰۲۶

یونسکو له اسلامي امارت څخه د نجونو پر زده‌کړو د محدودیتونو د لرې کولو غوښتنه وکړه

کابل (وېب نیوز) یونسکو په افغانستان کې د نجونو پر زده‌کړو د لګېدلو محدودیتونو د لرې کولو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې افغانستان په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې ښځې او نجونې پکې له منځنۍ او لوړو زده‌کړو څخه بې برخې دي. یونسکو ویلي چې د زده‌کړو د اوسنیو محدودیتونو له امله د تېرو دوو لسیزو لاسته‌راوړنې له شاتګ سره مخ شوې او د دې وضعیت دوام د بشري ظرفیتونو د له منځه تلو، د بېوزلۍ د زیاتېدو او نورو جدي زیانونو لامل کېدای شي. دغه سازمان ښځې او نجونې له زده‌کړو محرومول د هغوی د اساسي تعلیمي حق جدي سرغړونه بللې او ویلي یې دي چې پر زده‌کړو او کار محدودیتونه د ښځو توان کموي چې له خپلو کورنیو سره مرسته وکړي او د هېواد په اقتصادي راتلونکي کې ونډه واخلي. یونسکو زیاته کړې چې د زده‌کړو محدودیتونه د ښځو او نجونو پر رواني او جسمي روغتیا منفي اغېز کوي او د کم‌عمره ودونو خطر هم زیاتوي. دغه سازمان یو ځل بیا له افغان حکومت څخه غوښتي چې ښځو او نجونو ته د زده‌کړو حق «سمدستي او له کوم قید او شرط پرته» بېرته ورکړي. اسلامي امارت تر اوسه په دې اړه نوی دریځ نه دی اعلان کړی، خو مخکې یې ویلي وو چې د مناسبو شرایطو له برابرېدو سره به د ټولو لپاره د زده‌کړو زمینه برابره شي.