کوټه (وېب نيوز) د بلوچستان اسمبلۍ د سپیکر کپتان متقاعد عبدالخالق خان اڅکزي مشر زوی ثناءالله خان له لنډې ناروغۍ وروسته وفات شو. د کورنۍ د معلوماتو له مخې، د نوموړي د جنازې لمونځ به سبا ماښام څلور بجې ادا کېږي. د ثناءالله خان پر مړینه سیاسي او ټولنیزو کړیو ژوره خواشیني څرګنده کړې او له اڅکزي کورنۍ سره یې د زړه له کومې خواخوږي او تعزیت وړاندې کړی دی. الله تعالی دې مرحوم ته په جنت الفردوس کې لوړ مقام ورکړي او پاتې کورنۍ ته دې د دې ستر غم د زغملو توان او صبر جمیل ورکړي. آمین.
