تازه خبرونه ۱۴ اگست ۲۰۲۶

په هرات کې د ۳۰ میلیونه ډالرو په پانګونه د درملو جوړولو فابریکه پرانیستل شوه

کوټه (ویب نیوز) په هرات کې د ۳۰ میلیونه امریکايي ډالرو په پانګونه د درملو جوړولو یوې فابریکې پرانیسته وشوه او د دې فابریکې د دویم پړاو د جوړولو چارې هم پیل شوې دي. د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، د فابریکې د پرانیستې په مراسمو کې د عامې روغتیا وزیر مولوي نورجلال جلالي، د خوړو او درملو ادارې مسوولینو، د دولتي ادارو استازو، نړیوالو بنسټونو، د خصوصي سکټور غړو، ډاکټرانو، سوداګرو او صنعتکارانو ګډون کړی و. چارواکي وايي، دغه فابریکه د شاوخوا ۳۰۰ ډوله درملو د تولید ظرفیت لري او موخه یې د کورنیو تولیداتو پیاوړتیا، د باکیفیته درملو برابرول او پر وارداتو د افغانستان د اتکا کمول دي. د فابریکې په دویم پړاو کې ۱۵ میلیونه ډالر نورې پانګونې شوې چې د زرقي درملو د تولید لپاره به وکارول شي او کلنی ظرفیت به یې ۳۰ میلیونه امپوله او ۲۵ میلیونه ویاله وي. افغان چارواکو د دغې فابریکې جوړول د روغتیايي برخې د ځان‌بسیاینې، د کاري فرصتونو د رامنځته کېدو او اقتصادي پراختیا لپاره مهم ګام بللی دی.