کوټه(ویب نیوز) د کوټې په څنډه کې د مستونګ په سیمه کې د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر میر ضیاء الله لانګو پر امنیتي اسکواډ وسله والو کسانو ډزې کړې دي چې له امله یې صوبايي وزیر خوندي پاتې شوی، خو د اسکواډ درې د اې ټي اېف امنیتي سرتېري ټپیان شوي دي. امنیتي چارواکي وایي چې پرون له قلات څخه کوټې ته د راتګ پر مهال د کورنیو چارو وزیر پر امنیتي اسکواډ وسله وال برید وشو او د ډزو په تبادله کې د اې ټي اېف درې سرتېري نصرالله، سمیع الله او زکریا ټپیان شول. ټول ټپیان سرتېري د مستونګ نواب غوث بخش روغتون ته د لومړنۍ درملنې لپاره رسول شوي وو او له لومړنۍ درملنې وروسته کوټې ته انتقال کړل شول، چېرته چې د هغوی نور درملنه روانه ده. له برید وروسته امنیتي ځواکونو سمدستي ځوابي ډزې وکړې او له کوټې څخه درنه امنیتي نفري د پېښې ځای ته روانه شوه. د پېښې وروسته په سیمه کې د لټون عملیات پیل شوي او امنیتي تدابیر نور هم سخت کړل شوي دي. امنیتي چارواکي وایي چې د پېښې پر مهال د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر میر ضیاء الله لانګو خوندي پاتې شوی او ټپیانو ته د غوره طبي اسانتیاوو د برابرولو ترڅنګ د پېښې د عاملینو او مشکوکو کسانو پر ضد عملیات روان دي.
