تربت(ویب نیوز) د تربت بازار مرکزي چوک ته څېرمه د بم چاودنې له امله پنځه لاروي ټپیان شوي او ګڼو دوکانونو ته زیان اوښتی دی. د لومړنیو معلوماتو له مخې چاودنه هغه مهال وشوه چې د یوه دوکان مخې ته ولاړ موټرسایکل کې ځای پر ځای شوی ریموټ کنټرول بم وچاودېد. د سرچینو په وینا د چاودنې پر مهال د ایف سي یوه موټر هم له سیمې څخه تېرېده. د چاودنې له امله څلور دوکانونه سخت زیانمن شوي، په داسې حال کې چې نږدې اته نورو دوکانونو ته هم جزوي زیان رسېدلی دی. پنځه ټپیان د درملنې لپاره سمدستي روغتون ته انتقال کړل شول. له پېښې وروسته پولیس او نورو قانون پلي کوونکو ادارو ځواکونه د پېښې ځای ته ورسېدل، سیمه یې کلابنده کړه او د شواهدو راټولولو لړۍ یې پیل کړه. د کیچ ایس پي زوهیب محسن بلوچ د پېښې ځای ته په رسېدو سره د وضعیت جاج واخیست، په داسې حال کې چې د تربت د سوداګرو ټولنې چارواکو هم د زیانمنو دوکانونو او مالي تاوانونو معاینه وکړه. وروسته د پولیسو ډي آی جي عمران قریشي هم د چاودنې له ځای څخه لیدنه وکړه او له سوداګرو او دوکاندارانو سره یې ولیدل. هغه وویل چې د پېښې څرنګوالی او اوښتي زیانونه له نږدې ارزول کېږي او د پېښې په اړه له بېلابېلو اړخونو څخه پلټنې روانې دي.
