هرنايي(ویب نیوز) په هرنايي کې نامعلومو کسانو سهار پنځه بجې د پنځه مېل او ۲۲ مېل پولیسو پوستې په چاودېدونکو توکو په نښه کړې، چې له امله یې د پنځه مېل پولیس پوسته ویجاړه شوې، په داسې حال کې چې د ۲۲ مېل پوستې د ویجاړېدو راپورونه هم ورکړل شوي دي. پولیس وایي چې د مخابراتي سیستم د نشتوالي له امله د ۲۲ مېل پوستې ته د اوښتي زیان په اړه لا تر اوسه بشپړه تصدیق نه دی شوی. د پولیسو سرچینې وایي چې دواړه پوستې په سختو غرنیو سیمو کې موقعیت لري او د برید پر مهال په بشپړه توګه تشې وې، له همدې امله د پېښې له امله هېڅ ډول ځاني زیان نه دی اوښتی. د پېښې له خبر ترلاسه کېدو سره سم د پولیسو او امنیتي ځواکونو ډلې د پېښې ځای ته روانې شوې او په سیمه کې امنیتي تدابیر سخت کړل شوي دي، په داسې حال کې چې د پېښې په اړه نورې پلټنې هم پیل شوې دي. بل لوري ته د بلوچستان د خوراک صوبايي وزیر حاجي نور محمد خان دمړ پر پولیسو پوستو د بم برید په کلکه غندنه کړې او د ځاني زیان نه اوښتو له امله یې ډاډ څرګند کړی دی. هغه وویل چې شرپسند عناصر په سیمه کې د امن د خرابولو ناکامه هڅه کوي.
