کابل (پژواک) اروپايي ټولنې ویلي چې په افغانستان کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو راهیسې یې د بشري مرستو، بنسټیزو اړتیاوو او د خلکو د معیشت د ملاتړ په برخو کې څه باندې دوه میلیارده یورو مرسته کړې ده. اروپايي ټولنې ویلي چې دغه مرستې د نادولتي موسسو، د ملګرو ملتونو ادارو، سره صلیب، سرې میاشتې او نړیوال بانک له لارې د روغتیا، زده کړو، بشري مرستو او نورو بنسټیزو خدمتونو په برخو کې لګول شوې دي. د اروپايي ټولنې په وینا، د ښځو د اقتصادي پیاوړتیا، کوچنیو پورونو، کوچنیو کاروبارونو، د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې د مبارزې او د افغانستان د مدني ټولنې او رسنیو د ملاتړ په برخو کې هم مرستې شوې دي. اروپايي ټولنې زیاته کړې چې د بېځایه کېدو او کډوالۍ له امله د رامنځته شوو ستونزو د هواري لپاره یې له راستنېدونکو افغانانو او د هغوی له کوربه ټولنو سره هم مرسته کړې ده. د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسوولې کایا کالاس ویلي چې دغه ټولنه به د افغانستان د خلکو ملاتړ ته دوام ورکړي.
