تهران (ویب نیوز) ایران ادعا کړې چې د دغه هېواد په جنوبي هرمزګان ولایت کې یې د امریکا جوړ ډرون د یوه پرمختللي هوايي دفاعي سیستم په وسیله په نښه او نسکور کړی دی. د ایراني خبري اژانس د راپور له مخې، د ایران د پاسداران انقلاب د هوايي ځواک څانګې د جمعې په ورځ د هرمزګان ولایت په فضايي حریم کې یو امریکايي ډرون په نښه کړی دی. د پاسداران انقلاب په وینا، دغه ډرون د یوه نوي پرمختللي هوايي دفاعي سیستم له لارې شنډ او له منځه وړل شوی، چې د ایران د یو موټي هوايي دفاعي شبکې تر قوماندې لاندې فعالیت کوي. ایراني چارواکو د پېښې د ځای، د عملیاتو د وخت او د ډرون د نسکورېدو په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي. ایران تر دې وړاندې هم د امریکايي ډرونونو د ویشتلو ادعاوې کړې دي، خو د دغو ادعاوو په اړه امریکايي چارواکو تر اوسه سمدستي تایید یا څرګندونه نه ده کړې.
