کوټه (ویب نیوز): له کراچۍ څخه کوټې ته روان یو موټر نامعلومو وسله والو د نېشنل هایوې د ریج په سیمه کې درولی او ډزې یې پرې کړې دي، چې په پایله کې یې محمد ابراهیم د محمد رحیم زوی، د پښتون اباد، محمود اباد اودزۍ اوسېدونکی، ووژل شو. پولیسو د وژل شوي کس جسد د پېښې له ځایه د قلات ملکي روغتون ته انتقال کړی، او د پېښې په اړه یې پلټنې پیل کړې دي.
