مقامی ۱۵ اگست ۲۰۲۶

قبایلي مشران: راړه شم دې د بارخان پر ځای له موسی خېل سره پاتې شي

کوټه (ویب نیوز)د راړه شم قبایلي او سیاسي مشرانو سردار سید اسد زمان شاه، سید قربان علي غرښین او سید عبادالله شاه غرښین له د بلوچستان له اعلی وزیر او لوړپوړو چارواکو غوښتنه کړې چې راړه شم دې د موسی خېل برخه پاتې شي، څو سیمه نوره وده وکړي او اوسېدونکو ته بنسټیزې اسانتیاوې برابرې شي. دوی د کوټې پرېس کلب په خبري غونډه کې وویل چې که راړه شم له بارخان سره یوځای شي، نو د سیمې خلک به د خپلو ورځنیو چارو لپاره سلګونه کیلومتره سفر او اضافي مالي لګښتونه وکړي. سید عبادالله شاه غرښین وویل چې دوی له راړه شم څخه ۴۱۲ کیلومتره سفر کړی څو خپلې ستونزې چارواکو ته ورسوي. د هغه په وینا، د سیمې نفوس ۷۷۹۷ تنه دی چې ۴۹۴۰ یې سادات غرښین او سادات بخاري او ۲۸۵۷ یې بزدار، لشکراني او لاشاري بلوچ دي، په داسې حال کې چې د سیمې د زده‌کړې کچه شاوخوا ۸۰ سلنه ده. مشرانو وویل چې راړه شم د اېن ۷۰ ملي لویې لارې پر غاړه د لورالایي او ډېره غازي خان ترمنځ موقعیت لري او په سیمه کې تعلیمي ادارې، ډسپنسري، بیسک هېلت یونټ، د بی اېچ یو د لوړولو پروژه، د دانش سکول د جوړېدو چارې، لوبغالی او د پاکو اوبو د رسولو پروژه موجوده ده. د دوی په وینا، د کنگري تحصیل له راړه شم څخه یوازې ۱۳ کیلومتره واټن لري. مشرانو وویل چې د ۲۰۲۶ کال په فبرورۍ کې د راړه شم د اداري حیثیت د بدلون له خبر وروسته قبایلي جرګه جوړه شوې وه او له اعلی وزیر سره یې هم لیدلي وو، خو د جولای پر اتمه د یوه نوټیفیکیشن له لارې راړه شم له بارخان سره یوځای او د دوو ضلعو ترمنځ ووېشل شو. دوی وویل چې د دې پرېکړې له امله به له راړه شم څخه موسی خېل ته ۸۵ کیلومتره او بارخان ته ۱۱۰ کیلومتره سفر ته اړتیا وي او د لوکل سرټیفکیټ او نورو قانوني اسنادو د ترلاسه کولو لپاره به خلک له اضافي لګښتونو او ستونزو سره مخ شي. قبایلي مشرانو غوښتنه وکړه چې حکومت دې د راړه شم پخوانی اداري حیثیت بېرته بحال کړي او سیمه دې له دې ستونزمن حالت څخه وباسي.