قلات (ویب نیوز)د قلات د رودینجو په سیمه کې د یوه کس مړی موندل شوی چې د ډزو له امله وژل شوی دی. د پولیسو په وینا، د پلټنې پر مهال د وژل شوي کس له جېبه شناختي کارډ ترلاسه شو چې له مخې یې د هغه پېژندنه د کوټې د پښتوناباد، محمود اباد محلې، عدو زي کالونۍ د ۱۳۵ نمبر کور اوسېدونکي ابراهیم د محمد رحیم زوی په توګه شوې ده. ضلعي پولیسو مړی د اړینو قانوني چارو او پېژندنې لپاره د قلات ډسټرکټ هېډکوارټر روغتون ته لېږدولی او د پېښې په اړه نورې پلټنې روانې دي.
