کوټه (ویب نیوز)د بلوچستان های کورټ د پښتونخوا ملي عوامي ګوند له لوري د پاکستان الیکشن کمېشن د شوکاز نوټس پر ضد د درج شوې عریضې اورېدنه وکړه او د الیکشن کمېشن له خوا د ګوند د انتخاباتي نښې د بېرته اخیستو په اړه صادر شوی شوکاز نوټس یې وځنډاوه. په عریضه کې ویل شوي وو چې الیکشن کمېشن د ۲۰۲۶ کال د جولای پر اتمه د شوکاز نوټس له لارې د ګوند د انتخاباتي نښې د بېرته اخیستو پروسه پیل کړې وه. د اورېدنې پر مهال محکمې الیکشن کمېشن ته نوټس جاری کړ او د یاد شوکاز نوټس پر بنسټ یې د نورو هر ډول اقداماتو څخه هم منع کړ. د پښتونخوا ملي عوامي ګوند له خوا د عریضې وکالت د ګوند مرکزي قانوني سیکرټري او د سپریم کورټ وکیل حبیب الله ناصر او برخوردار اچکزي وکړ. ګوند د محکمې پرېکړه د خپلو اساسي او قانوني حقونو د ساتنې په برخه کې مهم پرمختګ بللی دی.
