نن سبا د نړۍ تاريخ دا حقيقت ثابت کړی چې د قومونو پرمختګ يوازې په وسايلو، جغرافیې او يا پوځي قوت نه وي، بلکې د پرمختګ تر ټولو مهم بنسټ لرليد لرونکې او هوښياره رهبري وي. داسې مشرتابه چې د وخت له راتلونکو خطرونو وړاندې ځان خبر کړي، د ولس احساسات درک کړي، د رياست کمزورۍ وپېژني او شخصي يا سياسي ګټو پر ځای ملي راتلونکی لومړيتوب وګرځوي. له بده مرغه پاکستان دا مهال له ګڼو سياسي، اقتصادي او انتظامي ستونزو سره مخ دی او په ځانګړي ډول بلوچستان او خېبرپښتونخوا کې دا ستونزې نورې هم ژورې شوې دي. په دغو صوبو کې بې امني، بې روزګاري، د محرومۍ احساس، سياسي بې باوري او د اظهار د آزادۍ محدوديتونو د ولس او رياست ترمنځ واټن زيات کړی دی. د بلوچستان کابینې له خوا د ۱۶ اپرېل پرنټ ميډيا اړوند لانجمنه پرېکړه هم د همدې اندېښنو يوه برخه ګڼل کېږي، ځکه چې سياسي ګوندونو، صحافتي تنظيمونو او مدني حلقو پرې سخت غبرګون ښودلی او دا يې د ولسي غږ او جمهوري ارزښتونو د محدودولو هڅه بللې ده. بلخوا په پنجاب کې ورته پرېکړه د صحافتي او ولسي فشار له امله په يوه مياشت کې بېرته واخيستل شوه، چې دا د لرليد او ضد ترمنځ څرګند توپير ښيي. اوس چې په بلوچستان کې د پاکستان پيپلز پارټۍ او مسلم ليګ (ن) ګډ حکومت قائم دی، نو دواړو ګوندونو ته پکار ده چې د صوبې حساس حالت ته په کتو له داسې ګامونو ډډه وکړي چې بې باوري نوره هم زياته کړي. په دې لړ کې بلاول بھټو زرداري ته هم د يو ځوان او لرليد لرونکي سياسي مشر په سترګه کتل کېږي، نو که هغه په بلوچستان کې د ولسي نظر، صحافتي آزادۍ او سياسي همغږۍ ملاتړ وکړي، دا به د عملي سياسي بصيرت او هوښيارې رهبرۍ څرګندونه وي. ځکه تاريخ يوازې واک نه، بلکې د پرېکړو دانايي او ملي ګټې هم ياد ساتي. پاکستان ته نن تر هر څه زيات د داسې پاليسيو اړتيا ده چې واټنونه کم، اعتماد بحال او محرومۍ ختمې کړي، ځکه پياوړی پاکستان يوازې د پياوړي وفاق نه، بلکې د مطمينو او بااعتماده اکائيو په مټ جوړېدای شي.
