اداریه ۱۶ اگست ۲۰۲۶

د پښتنو جرګه: له تېرو پرېکړو څخه د راتلونکي ملي تګلارې تر جوړولو

د وخت غوښتنه دا ده چې جرګه د تېر وخت یادګار نه، بلکې د راتلونکي د ملي تګلارې مرکز وګرځي

د پښتنو په تاریخ کې جرګه یوازې د څو مشرانو د کښېناستو او د یوې شخړې د حل نوم نه دی پاتې شوی. جرګه هغه ټولنیز دود دی چې په سختو حالاتو کې یې پښتانه د مشورې، روغې جوړې، ګډ دفاع، مقاومت او ملي پرېکړو لپاره په یوه ځای راټول کړي دي. د سیکهـ واکمنۍ پر وړاندې د پېښور او سرحدي سیمو له مقاومت څخه نیولې، د برتانوي استعمار پر وړاندې قبایلي جرګو، د ۱۸۶۳ کال د امبیلې مقاومت، د ۱۸۹۷ کال پراخې سرحدي پاڅون، د ۱۹۱۹ کال حالاتو، د باچا خان د اصلاحاتي او سیاسي مبارزې، د ۱۹۴۷ کال تاریخي بنو جرګې او په افغانستان کې د بېلابېلو لویه جرګو تر دورې پورې، جرګې په بېلابېلو وختونو کې بېلابېل رولونه ترسره کړي دي. د دې اوږدې دودیزې لارې تر ټولو لویه ګټه دا وه چې بېلابېل قومونه، سیمې او د بېلابېلو افکارو خاوندان یې لږ تر لږه د ګډې مسئلې پر سر د یوې مېز شاوخوا د راټولېدو هڅه کړې ده.

که د پخوانیو جرګو ګټې په ترتیب سره وکتل شي، لومړۍ ګټه یې *ګډه مشوره، دویمه **د قومي او ټولنیزو شخړو سوله ییز حل، درېیمه **د بهرني تسلط او لاسوهنې پر وړاندې ګډ مقاومت، څلورمه **د بېلابېلو قومونو او سیمو ترمنځ یووالی، پنځمه **د ګډو سیاسي غوښتنو رامنځته کول، شپږمه **د جګړې او سولې په اړه ګډه پرېکړه، اوومه *د ملي هویت او ګډ ملي مفکورې پیاوړتیا او اتمه، په معاصر دور کې د اساسي قانون، سیاست او ملي راتلونکي په اړه پراخه مشوره ده. د ۱۹۴۷ کال بنو جرګه په دې بهیر کې ځانګړی اهمیت لري، ځکه د هند د وېش پر مهال یې د پښتنو سیمو د سیاسي راتلونکي په اړه څرګنده ګډه غوښتنه وړاندې کړه. همدارنګه په معاصر دور کې ملي جرګو د سولې، جګړې، بې‌ځایه کېدو، سیاسي حقونو، طبیعي سرچینو او اقتصادي ستونزو د ګډ بحث هڅه کړې ده.

خو تاریخ موږ ته یو بل تریخ درس هم راکوي. پښتنو جرګو ډېری وخت ګډه موافقه رامنځته کړې، خو دغه موافقه یې په دایمي بنسټ، ګډې تګلارې او عملي پلان بدله نه کړه. په پخوانیو وختونو کې د جرګې پرېکړه د قومي لښکر، مشرانو یا ټولنیز فشار له لارې عملي کېدای شوه، خو نن نړۍ بدله شوې ده. نن دولتونه د اساسي قانون، اقتصاد، ټکنالوژۍ، ادارو، شمېرو، عصري رسنیو او منظم سیاسي بهیر له لارې اداره کېږي. له همدې امله که د یوویشتمې پېړۍ جرګه یوازې په ویناوو، پرېکړه لیکونو او احساساتي شعارونو محدوده پاتې شي، نو په تاریخ کې به د یوه بلې غونډې په توګه ثبت شي، نه د ملي بدلون د وسیلې په توګه.

همدا لامل دی چې له پي ټي اېم وروسته د پښتونخوا ملي عوامي ګوند له خوا د ملي جرګې د مفکورې مخته وړل هم مهم سیاسي پرمختګ دی. دا بهیر باید یوازې د یوه ګوند فعالیت ونه ګڼل شي، بلکې په پراخ ملي چوکاټ کې ورته وکتل شي. خو د هرې ملي جرګې اصلي اهمیت هغه وخت رامنځته کېږي چې له ګوندي حدودو ووځي او ټول پښتانه سیاسي، ټولنیز، فکري، قومي او علمي حلقې په یوه مېز راټولې کړي. که جرګه یوازې د همفکره خلکو غونډه وي، نو هغه بیا ملي جرګه نه، بلکې ګوندي غونډه ده.

نننۍ اړتیاوې او ځمکني واقعیتونه له تېر وخت سره ډېر توپیر لري. نن پښتون ځوان په پرېکړه کوونکې ځواک بدل شوی دی. د ټولنې لویه برخه ځوانان دي، رسنیو د سیاست بڼه بدله کړې، مصنوعي ځیرکتیا او نوې ټکنالوژۍ د کار او روزګار بڼه بدلوي، نړۍ د پوهې، مهارت او پانګونې پر بنسټ مخته ځي، او طبیعي سرچینې، اوبه، کانونه، سوداګري او بشري پانګه به په راتلونکو لسیزو کې د اصلي اقتصادي ځواک ټاکونکي وي.

د افسوس خبره دا ده چې زموږ یوه لویه برخه ځوانان *له عصري اړتیاوو څخه په بشپړه توګه خبر نه دي. هغوی په بېلابېلو سیاسي ګوندونو کې خپل روښانه راتلونکی لټوي، خو ډېری وخت د دې انتخاب بنسټ روښانه اقتصادي، تعلیمي یا ملي پروګرام نه وي، بلکې لنډمهاله احساسات، شخصیت پالنه او ګوندي وابستګي وي. د یوه ځوان له کوم سیاسي ګوند سره یوځای کېدل په خپله ستونزه نه ده؛ اصلي خبره دا ده چې هغه باید وګوري چې د کوم ګوند او مشرانو سیاست او لومړیتوبونه د ده له راتلونکي، روزګار، تعلیم، سرچینو او پراخ ملي ګټو سره سمون لري او که نه. *که یو ځوان په داسې لاره کې خپل روښانه راتلونکی لټوي چې بنسټیزې ګټې یې د ده له راتلونکي او پراخ ملي مصلحت سره په ټکر کې وي، یوازې ګوندي وابستګي هغه بریا ته نه شي رسولی.

له همدې امله نن اړتیا دا ده چې ځوانان په کوم یوه ګوند کې د شاملولو پر ځای په یوه ګډ ملي اجنډا راټول کړل شي. د دې لپاره باید تر هر څه وړاندې وېشل شوې پښتنه مشرتابه لږ تر لږه د ګډو ملي مسئلو پر سر په یوه پاڼه راټوله شي. دا مانا نه لري چې ټول ګوندونه دې خپل هویت ختم کړي، خپل نظریات دې پرېږدي یا دې په یوه ګوند کې مدغم شي. په ولسواکۍ کې اختلاف اړین دی، خو د ملي ګټو پر مسئلو ګډ دریځ هم د ولسواکۍ برخه ده.

اړتیا دا ده چې په شمالي او جنوبي پښتونخوا کې د ګډو ملي غونډو یو لړ پیل شي. په دغو غونډو کې دې د ګوندونو د انتخاباتي نښو پر ځای یو ګډ پښتني ملي بیرغ موجود وي، څو ولس ته دا پیغام ورکړل شي چې سیاسي اختلاف خپل ځای لري، خو ملي ګټه ګډه ده. له خیبر، وزیرستان، پېښور، چترال، مردان، سوات، کوهاټ، بنو او ډېره اسماعیل خان څخه نیولې، تر ژوب، قلعه سیف الله، لورالايي، پښین، چمن، کوټې او سبي پورې دې ګډ ملي غونډې وشي. سبي باید په دې ملي تصور کې ځانګړی اهمیت ولري، ځکه دا سیمه د بلوچستان، جنوبي پښتونخوا او د هېواد د نورو برخو ترمنځ تاریخي، سوداګریزه او جغرافیایي اړیکه ده.

د دغو ګډو غونډو موخه باید یوازې دا نه وي چې وښيي کوم ګوند لوی دی او کوم مشر زیات پلویان لري. اصلي موخه باید دا وي چې ولس او په ځانګړي ډول ځوانانو ته دا باور ورکړل شي چې پښتانه د مشرۍ له قحط سره نه دي مخامخ، بلکې مشرتابه یې په بېلابېلو سیاسي ډلو کې وېشل شوې ده او دغه وېش د ګډ ملي مصلحت لپاره په همکارۍ بدلول کېدای شي.

په دې ملي جرګه کې د نژادي، قومي، سیمه ییز، ګوندي یا فکري بنسټ پر اساس باید هېڅ فکر له ګډون څخه محروم نه شي. هر هغه پښتون سیاسي، ټولنیز، مذهبي، ملتپال، پرمختګ غوښتونکی، قومي، علمي، سوداګریز یا خپلواک فکر چې د ګډ ملي مصلحت پر بنسټ د خبرو لپاره چمتو وي، باید په جرګه کې استازیتوب ولري. اختلاف لرونکي ته هم د خبرو حق ورکړل شي او موافق ته هم. ښځې، ځوانان، د پوهنتونونو استادان، محصلین، وکیلان، خبریالان، لیکوالان، ساینس پوهان، سوداګر، بزګران، کارګران او له هېواده بهر مېشت پښتانه متخصصین هم باید په دې ملي مشوره کې شامل وي.

د قوم نیمایي برخه او نوی نسل که له ملي پرېکړو بهر پاتې شي، نو هېڅ جرګه د راتلونکي ملي جرګې حیثیت نه شي لرلای.

خو ملي یووالی یوازې په بیرغونو، غونډو او پرېکړه لیکونو نه رامنځته کېږي. د نن ورځې جرګه باید خپل پروګرام د پوهې، شمېرو او اقتصادي پلان جوړونې پر بنسټ جوړ کړي.

تر ټولو لومړی باید له کوټې تر چتراله او له سبي تر وزیرستانه د پښتنو سیمو د طبیعي سرچینو بشپړه علمي او اقتصادي نقشه جوړه شي. د کانونو، سکرو، مسو، سرو زرو، کرومایټ، مرمرو، قیمتي ډبرو، نادرو فلزاتو، تېلو او ګازو، اوبو، برېښنا، ځنګلونو، کرنیزې ځمکې او نورو سرچینو ولسوالۍ په ولسوالۍ معلومات دې د ولس مخې ته کېښودل شي. د دې کار لپاره دې د سیاستوالو پر ځای د ځمکپوهنې، کانونو، اوبو لګولو، کرنې، انرژۍ، اقتصاد، قانون او صنعت متخصصین وګومارل شي.

د هرې ولسوالۍ په اړه دې لاندې پوښتنې مطرح شي:

زموږ سرچینې څومره دي؟ له هغو څخه اوسنی عاید څومره دی؟ ځايي ولس ته څومره ګټه رسېږي؟ څومره حق‌الامتیاز ترلاسه کېږي؟ څومره صنعت رامنځته کېدای شي؟ څو ځوانانو ته روزګار پیدا کېدای شي؟ او په راتلونکو شلو کلونو کې دغه سرچینې څنګه په ملي اقتصادي ځواک بدلولای شو؟

همدارنګه باید د پښتنو یوه اقتصادي نقشه جوړه شي، چې پکې کرنیزه وده، د کانونو صنعت، انرژي، سوداګري، سیاحت، ترانسپورټ، صادرات، سرحدي سوداګري او د ځوانانو د روزګار فرصتونه مشخص شي. خام معدنيات باید بهر ته له لېږلو مخکې د امکان تر حده په سیمه کې په صنعت بدل شي او ځوانانو ته پکې مسلکي مهارتونه ورکړل شي.

همدا هغه ځای دی چې د تېرې جرګې او د یوویشتمې پېړۍ د جرګې ترمنځ بنسټیز توپیر باید څرګند شي.

د تېرې زمانې جرګې پوښتنه کوله:

جګړه وکړو که روغه؟

د نن ورځې جرګه باید وپوښتي:

څو ښوونځي غواړو؟ څو پوهنتونونه؟ څو انجینران؟ څو ډاکټران؟ څومره صنعت؟ څومره برېښنا؟ څومره اوبه؟ څو دندې؟ څومره معدني شتمني؟ څومره صادرات؟ او په راتلونکو شلو کلونو کې زموږ اقتصاد چېرته ولاړ وي؟

همدا عصري ملي سیاست دی.

د پاکستان او افغانستان د پښتنو ترمنځ اړیکې هم باید د احساساتي شعارونو پر ځای د عملي، قانوني او عصري سرحدي نظام له مخې وکتل شي. د سرحد اوسنی دولتي حقیقت پر خپل ځای دی، خو هغه کورنۍ، قومي، سوداګریز او ټولنیز اړیکې چې د پېړیو راهیسې د پولې دواړو غاړو ته موجودې دي، په بشپړه توګه پرېکول هم د ستونزې حل نه دی.

له همدې امله باید د ملي جرګې په اجنډا کې دا غوښتنه شامله وي چې پاکستان او افغانستان د دوه اړخیزې هوکړې له لارې د پولې دواړو غاړو اوسېدونکو لپاره د اسانه، خوندي او قانوني تګ راتګ ځانګړی نظام جوړ کړي. د اروپا د ځینو سیمه ییزو سرحدي نظامونو له تجربې څخه اصولي ګټه اخیستل کېدای شي، چېرې چې دولتي پولې پر خپل ځای وي، خو د ځانګړو اسنادو او منظم نظام له لارې د خلکو تګ راتګ اسانه شوی وي.

د پاکستان او افغانستان د سرحدي سیمو اوسېدونکو، کورنیو، محصلینو، ناروغانو، سوداګرو او هغو کسانو لپاره چې منظم ټولنیز اړیکې لري، د اسانه سفري اجازه، ځانګړې سرحدي لارې، برېښنايي ثبت، اسانه ویزه او د سوداګرو لپاره ځانګړې اسانتیاوې د دواړو هېوادونو له خوا د هوکړې له لارې رامنځته کېدای شي. په دې سره به د دولت امنیتي واک هم پر ځای وي او د غیرقانوني تګ راتګ، قاچاق او انساني استثمار پر ځای به قانوني او منظمې اړیکې پیاوړې شي.

دا غوښتنه د سرحد د ختمولو غوښتنه نه ده؛ بلکې د سرحد د انساني، سوداګریز او اقتصادي اړیکو لپاره د منظمې لارې د جوړولو غوښتنه ده.

له دې سره باید د پښتنو ځوانانو لپاره یوه ملي ځوانانو شورا هم جوړه شي، چې پکې د بېلابېلو سیاسي ګوندونو اړوند، خو پر ملي مصلحتونو موافق ځوانان شامل وي. د دې شورا موخه باید د کوم یوه ګوند د غړیتوب زیاتول نه وي، بلکې ځوانان باید له تعلیم، مسلک، ټکنالوژۍ، سوداګرۍ، څېړنې، صنعت او عصري سیاسي او اقتصادي پالیسۍ سره وتړل شي.

ځکه چې نننی ځوان یوازې د جلسې کارکوونکی نه، بلکې د قوم د راتلونکي اصلي سرمایه ده.

ځوان ته باید دا روښانه شي چې یوازې د یوه ګوند بیرغ پورته کول د راتلونکي ضمانت نه دی. راتلونکی د علم، مهارت، کردار، اقتصادي خپلواکۍ، عصري ټکنالوژۍ او سم سیاسي شعور له لارې جوړېږي. هغه ځوان چې د خپلې اقتصادي، تعلیمي او راتلونکې لارې روښانه تصور ونه لري، په هر انتخاباتي موسم کې د نوو شعارونو تر شا تللی شي، خو خپلې موخې ته نه شي رسېدای.

له همدې امله باید د ملي جرګې لپاره یو واضح د ځوانانو ملي منشور هم جوړ شي، چې پکې تعلیم، روزګار، مسلکي زده کړې، پوهنتونونه، سوداګریز پورونه، ټکنالوژي، مصنوعي ځیرکتیا، د کرنې عصري کول، کانونه، بهرنی روزګار او سیمه ییز صنعت لپاره واضح هدفونه ټاکل شوي وي.

همدارنګه د وخت غوښتنه دا ده چې پښتانه سیاسي مشران یو بل د سیالانو پر ځای د ملي مصلحت شریکان وګڼي. پښتونخوا ملي عوامي ګوند، عوامي نیشنل ګوند، نېشنل ډېموکرېټک موومنټ، پښتونخوا نېشنل عوامي ګوند، له پي ټي اېم سره تړلي سیاسي او ټولنیز حلقې، مذهبي او قومي مشران، خپلواک پوهان او نور ټول سیاسي او ټولنیز ځواکونه که پر ګډ ملي اجنډا موافقه کولای شي، نو همدا به اصلي جرګه وي.

له هېچا څخه دې د فکري وفادارۍ غوښتنه نه کېږي؛ یوازې دې دا پوښتنه وشي:

ایا تاسو د پښتنو د سولې، علم، روزګار، سرچینو، ژبې، کلتور، سوداګرۍ، ځوانانو او اساسي حقونو پر ګډ ملي اجنډا د موافقې لپاره چمتو یاست؟

که ځواب هو وي، نو اختلاف به بیا خنډ نه وي.

د پښتنو تاریخ څو ځله ثابته کړې چې په سختو وختونو کې جرګه کولای شي قوم په یوه مېز راټول کړي. خو د یوویشتمې پېړۍ جرګه باید یوازې د تېرو پرېکړو یادګار نه وي؛ باید د راتلونکي د جوړولو مرکز وي.

اوس وخت رارسېدلی چې جرګه له شکایت څخه پلان، له احتجاج څخه پالیسۍ، له شعارونو څخه شمېرو، له ګوندي اختلاف څخه ملي اتفاق او له تېر تاریخ څخه د راتلونکي د چمتووالي پر لور لاړه شي.

که پښتانه مشران په یوه پاڼه راټولېږي، په شمالي او جنوبي پښتونخوا کې له سبي څخه تر چتراله ګډ ملي اجتماعات ترسره کېږي، ځوانان د یوه ګډ ملي بیرغ لاندې راټولېږي، ټول سیاسي او فکري جریانونه په ملي جرګه کې برابر ځای ترلاسه کوي، له کوټې تر چتراله د طبیعي سرچینو علمي او اقتصادي نقشه ولس ته وړاندې کېږي، د ځوانانو لپاره عملي اقتصادي پلان جوړېږي او د پاکستان او افغانستان د خلکو لپاره د منظم، خوندي او اسانه سرحدي تګ راتګ لاره پیدا کېږي، نو دا جرګه به یوازې یوه بله سیاسي غونډه نه وي.

دا به د پښتنو سیاست له پخوانۍ جرګې څخه د راتلونکي ملي تګلارې پر لور د انتقال یو تاریخي پړاو وي.

نننۍ اصلي پوښتنه دا نه ده چې راتلونکې جرګه به کله کېږي؟

اصلي پوښتنه دا ده:

*ایا راتلونکې پښتنه جرګه به هم یوازې پرېکړه لیک صادر او پای ته ورسېږي، که داسې ملي پلان به وړاندې کړي چې د راتلونکو نسلونو تاریخ بدل کړي؟