اداریه ۲۲ اگست ۲۰۲۶

فدراسیون په مینه چلېږي، په ترجيحي انصاف نه

سید انورشاہ

د پاکستان فدراسیون یوازې د اساسي قانون یو انتظام نه دی، بلکې د بېلابېلو قومونو، سیمو او واحدونو ترمنځ د باور، برابرۍ او ګډو ګټو اړیکه ده. پوښتنه دا ده چې که وزیراعظم پښتون وای، او اوسني پښتونخوا او بلوچستان د پاکستان د کومې بلې قومیت د اکثریت سیمې وای، هلته سړکونه دومره ویجاړ وای چې د حیواناتو تګ هم پرې ستونزمن وای، د امنیت په نوم رېل پټلۍ تړلې وای، پلونه له کاره لوېدلي وای او ملي لویې لارې د عادي تګ راتګ وړتیا هم نه لرلای؛ خو وزیراعظم په خپله اکایي کې د نویو رېل ګاډو او مواصلاتي پروژو اعلانونه کولای، نو د خلکو غبرګون به څه وای؟ له هر څه وړاندې به دا پوښتنه راپورته کېده چې وزیراعظم د ټول پاکستان دی او که یوازې د خپلې اکایي؟ نن همدا پوښتنه د پښتونخوا او بلوچستان د خلکو په وړاندې پرته ده. په یوه صوبه کې د رېل ګاډو د بیا فعالولو او نویو مواصلاتي پروژو اعلانونه په خپل ځای د هرکلي وړ دي، خو د فدراسیون اصلي بریا هغه وخت ممکنه ده چې دغه اسانتیاوې هغو سیمو ته هم ورسېږي چې له کلونو راهیسې یې رېل خدمتونه محدود یا بند، سړکونه ویجاړ او مواصلاتي اړیکې له ستونزو سره مخ دي.

اصلي مسئله د وزیراعظم قومیت نه، بلکې د حکومتولۍ هغه معیار دی چې د فدرالي انصاف اندازه پرې کېږي. که یوې سیمې ته یوازې ځکه غوره مواصلاتي اسانتیاوې ورکول کېږي چې هغه د واک مرکز ته نږدې ده، خو پښتونخوا او بلوچستان په څېر پراخو، لرې پرتو او وروسته پاتې سیمو ته د امنیت، جغرافیې یا مالي ستونزو په نوم کلونه انتظار ورکول کېږي، نو محرومیت یوازې اقتصادي نه پاتې کېږي، بلکې سیاسي او احساساتي بڼه هم خپلوي. په دغو سیمو کې واټنونه زیات، نفوس خواره واره، جغرافیه ستونزمنه او امنیتي ننګونې شته؛ خو همدا عوامل د دولت لپاره د لږې نه، بلکې د زیاتې پاملرنې غوښتنه کوي. که د امنیت له امله رېل نه شي چلول کېدای، پوښتنه باید دا نه وي چې تر کومه به تړلی وي، بلکې دا باید وي چې څنګه یې په خوندي ډول بېرته فعالولی شو. که لویه لار ناامنه وي، د دولت دنده دا نه ده چې خلک له سفره محروم کړي، بلکې دنده یې دا ده چې لاره خوندي کړي. په فدراسیون کې مینه په ویناوو او شعارونو نه، بلکې په دې احساس پیدا کېږي چې دولت د یوې لرې پرتې سیمې وګړي ته هم هغومره ارزښت ورکوي، څومره چې د یوه ستر سیاسي یا اقتصادي مرکز وګړي ته ورکوي.

حل یوازې د څو رېل ګاډو بیا چلول نه دي، بلکې یوه هر اړخیزه ملي مواصلاتي تګلاره ده. بند او له منځه وړل شوي رېل خدمتونه باید په پړاوونو کې بېرته فعال شي او د کوټې، ژوب، ټانک، بنو او پېښور له لارې د پاکستان له شمال ختیځ رېل نظام سره د نښلولو ملي پروژه دې جوړه شي، چې په راتلونکي کې له چین سره د پراخ رېل ارتباط برخه وګرځي. دغه ډول اړیکه به یوازې د بلوچستان او پښتونخوا ترمنځ سوداګریز او ولسي تګ راتګ بېرته ژوندی نه کړي، بلکې د پاکستان لوېدیځ او ختیځې برخې به په یوه بدیل ځمکني مواصلاتي نظام کې سره ونښلوي. د سند سیند په دواړو غاړو کې د رېل پټلۍ د اړیکې بشپړېدل د ملي دفاع، بېړني انتقال، سوداګرۍ او لوژستیک له پلوه هم ستر اهمیت لرلی شي. د بلوچستان بندري او معدني امکانات چې د پښتونخوا له لارې د هېواد له شمالي سیمو او چین سره ونښلول شي، پاکستان ته به یو ډېر منظم اقتصادي او دفاعي جغرافیه ورکړي. له دې سره باید په هره صوبه کې د ویجاړو سړکونو، پلونو او بند رېل نظام د بېرته رغولو لپاره ټاکلې موده، بودیجه او مسؤل اداره مشخصه شي. فدرالي حکومت باید دا اصل ومني چې په یوه سیمه کې د نوې رېل ګاډي افتتاح او په بله سیمه کې د بند رېل ګاډي انتظار په یوه وخت کې نه شي دوام کولی. که فدراسیون رښتیا هم پیاوړی، سوکاله او د مینې مرکز جوړول غواړو، نو مواصلاتي انصاف باید ملي تګلاره وګرځول شي؛ ځکه د رېل هغه څرخ چې صوبې، قومونه او بازارونه سره نښلوي، په حقیقت کې د فدراسیون اړیکې هم پیاوړې کوي.