په کوټه ښار کې د پلي لارو او سړکونو پر سر د زیاتېدونکو تجاوزاتو له امله ښاریان له دې اساسي پوښتنې سره مخ دي چې د ښار پلي لارې په اصل کې د چا لپاره جوړې شوې دي؟ که پیاده ښاریان پر دغو لارو تګ نه شي کولای، نو بیا د دغو پلي لارو د جوړولو موخه څه ده؟
نن د ښار په ګڼو سیمو کې پر پلي لارو کراچۍ، د دوکانونو مالونه، د بېلابېلو توکو د خرڅلاو غرفې او نور موقتي کاروبارونه جوړ شوي دي. په هغو سیمو کې چې پلي لارې د تجاوزاتو له امله بنده شوې دي، ښاریان اړ کېږي چې د سړک پر غاړه او حتی د موټرو د تګ راتګ په مسیر کې تګ وکړي. ښځې، ماشومان او سپین ږیري تر ټولو زیات له دې حالت سره مخ دي، ځکه د روانو موټرو ترمنځ تګ راتګ د دوی ژوند له جدي خطر سره مخ کوي.
له بلې خوا، کله چې د سړک پر غاړه کراچۍ ولګېږي، ځینې پېرېدونکي هم خپل موټرونه د سړک پر منځ یا د سړک په یوه لویه برخه کې دروي او په آرامه سودا اخلي. په پایله کې یوه برخه سړک کراچیو، بله برخه موټرو او پاتې تنګه لار د ترافیک لپاره پاتې کېږي. دا وضعیت نه یوازې د ترافیکي ګڼه ګوڼې لامل کېږي، بلکې د بېړنیو حالاتو پر مهال د امبولانس، اور وژنې موټر او نورو مرستندویه وسایطو د تېرېدو مخه هم نیولی شي.
له همدې امله، یوازې د تجاوزاتو جوړوونکو پر وړاندې اقدام کافي نه دی؛ هغه پېرېدونکي هم باید قانون ته ځواب ویونکي وبلل شي چې د خپلې سودا لپاره موټر پر سړک دروي او عامه لار د شخصي پارکینګ په توګه کاروي.
دغه وضعیت د اصلي دوکاندارانو لپاره هم د اندېښنې وړ دی. هغه دوکانداران چې لوړې کرایې ورکوي، د برېښنا بیلونه، مالیات او نور لګښتونه پرې کوي، کله چې د دوی د دوکانونو مخې ته پر سړک او پلي لار د لږو لګښتونو په بدل کې نور کسان کاروبار پیل کړي، نو د دوی پر کاروبار مستقیم اغېز پرېوځي.
تر دې هم د اندېښنې وړ خبره دا ده چې اوس ځینې کسان په چینګچي رکشو او سوزوکي موټرو کې مالونه ږدي او دغه وسایط یې د ګرځنده دوکانونو په بڼه بدل کړي دي. دا کار د ښاري نظم او د ترافیک د مدیریت لپاره یوه بله جدي ستونزه ده.
خو دلته یوه مهمه او حساسې پوښتنه هم مطرح کېږي: ایا په دومره پراخه کچه تجاوزات د اړوندو ادارو د کوم چارواکي له سترګو پټ پاتې کېدای شي؟
تجاوزات معمولاً په یوه ورځ نه رامنځته کېږي. یوه کراچۍ یا موقتي دوکان که اوونۍ او میاشتې پر عامه لاره یا سړک موجود وي، نو د اړوندو ادارو له خوا د دومره اوږدې مودې لپاره د هغه نه لیدل کېدل یا پرې سترګې پټول خپله د پوښتنې وړ دي.
کله چې اداره د تجاوزاتو پر وړاندې عملیات کوي، په ځینو مواردو کې د تجاوزاتو جوړوونکو له خوا سخت غبرګون، شخړه او حتی د نیول کېدو تر کچې مقاومت لیدل کېږي. دا حالت لږ تر لږه دا پوښتنه راولاړوي چې ایا ځینو کسانو ته د کومې ادارې یا با نفوذه شخص ملاتړ یا د ادارې د سترګو پټولو ډاډ ورکړل شوی دی که نه؟
لا د اندېښنې وړ دا ده چې ځینې تجاوزات کوونکي په ښکاره ډول دا ادعا کوي چې «اداره زموږ په جېب کې ده.» که دا خبرې یوازې تشې دعوې او د خلکو د وېرولو لپاره نه وي، بلکې د کوم حقیقت پر بنسټ وي، نو حکومت باید دا موضوع جدي وڅېړي.
حکومت باید یوازې د دې ډول ادعاوو په ردولو بسنه ونه کړي، بلکې د شفافې څېړنې له لارې معلومه کړي چې ایا په رښتیا کوم سرکاري کارکوونکی، چارواکی یا با نفوذه کس د تجاوزاتو په دوام کې لاس لري او که نه.
بله مهمه ستونزه د شکایتونو د ثبتولو ده. کله چې یو عام وګړی د تجاوزاتو په اړه شکایت کوي، ځینې وختونه د شکایت اوږده او پېچلې پروسه هغه دې ته اړ باسي چې له خپلې شکایت څخه پښېمانه شي. که یو وګړی د خپل وخت، شناخت او هڅو په مصرفولو سره شکایت وکړي او بیا هم په بېلابېلو دفترونو او مرحلو کې وګرځول شي، نو دا د خلکو د حوصلې ماتولو سبب کېږي.
حکومت ته پکار ده چې د دې ستونزې د څارنې لپاره له دودیزو طریقو ورهاخوا اغېزمن نظام جوړ کړي. له اړوندو استخباراتي او څارونکو ادارو څخه، د قانون په چوکاټ کې دننه، ګټه اخیستل کېدای شي څو معلومه شي چې په کومو سیمو کې تجاوزات په دوامداره توګه روان دي، د چا له خوا ورته زمینه برابره شوې او ایا کوم سرکاري کارکوونکی په غفلت، سترګې پټولو یا احتمالي ملیګلتیا کې لاس لري که نه.
که د کوم چارواکي یا با نفوذه شخص د ککړتیا په اړه کره شواهد ترلاسه شي، نو یوازې د تبادلې یا تشریفاتي اقدام پر ځای باید د قانون له مخې سخته او عبرتناکه سزا ورکړل شي. ځکه که تجاوز کوونکی ونیول شي، خو هغه سرکاري کارکوونکی چې ورته یې زمینه برابره کړې، پر خپله دنده پاتې وي، نو د ستونزې ریښه به له منځه ولاړه نه شي.
البته د دې ستونزې حل یوازې په عملیاتو او نیونو کې نه دی. حکومت باید د ریړۍ وانانو او کوچنیو کاروباریانو لپاره ځانګړي بازارونه او د ریړیو زونونه جوړ کړي. هغوی ته دې قانوني ځایونه، نمبرونه او جوازونه ورکړل شي، مناسبه فیس دې وټاکل شي او د صفایۍ، پارکینګ او ترافیک لپاره منظم نظام رامنځته شي.
په دې توګه به له یوې خوا عامه لارې بېرته د خلکو لپاره خلاصې شي او له بلې خوا به هغه محنت کش کسان چې د خپل حلال روزګار لپاره کراچۍ چلوي، بې روزګاره نه شي.
له دې سره ښاریان او پېرېدونکي هم باید خپل مسؤلیت وپېژني. که ریړۍ وان سړک نیسي، دوکاندار پلي لار له مالونو ډکوي او پېرېدونکی خپل موټر د سړک پر منځ دروي، نو یوازې اداره ملامتول د ستونزې حل نه شي کېدای. قانون باید د ټولو لپاره یو شان وي.
کوټه له تجاوزاتو پاکول د وخت اړتیا ده، خو دا کار باید یوازې د څو ورځو عملیاتو، څو نیونو او رسمي عکسونو تر کچې محدود نه وي. حکومت باید داسې دایمي، شفاف او منصفانه نظام رامنځته کړي چې تجاوز کوونکی، غیرقانوني اسانتیا ورکوونکی، په غفلت یا ملیګلتیا کې شریک سرکاري کارکوونکی او هغه پېرېدونکی چې سړک د پارکینګ په توګه کاروي، ټول د قانون پر وړاندې مسؤل وي.
د کوټې پلي لارې باید بېرته ښاریانو ته وسپارل شي، سړکونه باید د ترافیک لپاره خلاص وي او محنت کشو خلکو ته باید د باعزته او قانوني روزګار زمینه برابره شي.د کوټې ښاریان اوس لنډمهاله عملیات نه، بلکې یو دایمي، شفاف، عادلانه او عملي نظام غواړي.
