کوټه(ویب نیوز) سیاسي او مذهبي ګوندونو مشرانو اصغر خان اچکزي، نصرالله خان زېرې، آغا محمود شاه او نور خان ناصر د پټرولیم مصنوعاتو د بیو پرلهپسې زیاتوالی په کلکو ټکو غندلی او ویلي یې دي چې حکومت د ولس د ریلیف پر ځای د ګرانیو بوج زیاتوي. دوی وویل چې د پټرول بیې لوړول د عامو خلکو، ټرانسپورټران، سوداګرو او د ژوند د هرې برخې لپاره ستونزې زیاتوي او د ګرانیو لړۍ نوره هم چټکوي. حکومت باید د پټرولیم بیې راکمې کړي، پر ځای یې غیرضروري حکومتي لګښتونه، شاهي مراعات او فضول خرڅۍ کمې کړي. مشرانو وویل چې که اقتصادي اصلاحات رښتیا هم جدي دي، نو قرباني باید له حکمرانې طبقې پیل شي، نه له عام ولسه.
