مقامی ۱۳ ستمبر ۲۰۲۶

د بلوچستان ځوانان دې د ټوپک پر ځای قلم خپل کړي او د صوبې ستونزې دې حل کړي، صوبايي وزیران

کوټه(ویب نیوز) صوبايي وزیرانو میر شعیب نوشیرواني، بخت محمد کاکړ، میر ظهور احمد بلیدي او حاجي نور محمد دمړ ویلي چې د بلوچستان د پرمختګ، سوکالۍ او روښانه راتلونکي لپاره ځوان نسل باید خپل مثبت او اغېزمن رول ولوبوي. دوی وویل ځوانان د صوبې قیمتي پانګه ده او باید د منفي تبلیغاتو پر ځای خپلې وړتیاوې په تعلیم، څېړنه، قلم او مثبتو فعالیتونو کې د هېواد او بلوچستان د خدمت لپاره وکاروي. صوبايي وزیرانو وویل حکومت ځوانانو ته د تعلیم، روزګار، مسلکي زده کړو او پرمختګ فرصتونه برابرول خپل لومړیتوب ګڼي او بلوچستان به تلپاتې او خوندي پاتې شي. دوی پر ملي لویو لارو او مهمو سړکونو د پلونو او نورو بنسټیزو تاسیساتو د ویجاړولو پېښې وغندلې او ویې ویل چې د سړکونو او پلونو په خرابولو سره دولت نه، بلکې د بلوچستان ولس له ستونزو سره مخ کېږي او مسافر، ټرانسپورټران، سوداګر، ناروغان، زده کوونکي او د روزګار لپاره سفر کوونکي خلک زیانمنېږي. دوی وویل منع شوې ډلې د بلوچستان د ولس خیرخواهانې نه، بلکې د هغوی دښمنانې دي. صوبايي وزیرانو له ځوانانو وغوښتل چې له منفي تبلیغاتو او ګمراه کوونکو بیانیو ځان وساتي، تعلیم او مثبت فکر خپل کړي، ځکه د بلوچستان راتلونکی له باشعوره، تعلیم یافته او مسلکي ځوانانو سره تړلی دی.