کوټه(ویب نیوز) ولسي او ټولنیزو حلقو په کوټه ښار کې پر مهمو سړکونو او بازارونو کې د غیرقانوني موټرسایکلونو او موټرو د پارکینګ د زیاتېدو پر ستونزې اندېښنه څرګنده کړې او غوښتنه یې کړې چې له عمومي سړکونو او پلي لارو څخه دې غیرقانوني پارکینګ سمدستي ختم شي. د ښاریانو په وینا، په عدالت روډ، پټیل روډ، عبدالستار روډ، زرغون روډ، اکرم روغتون او سټي انټرنېشنل روغتون ته څېرمه پر پلي لارو د موټرسایکلونو د تمځایونو له امله د ټرافیک تګ راتګ او د پلي کسانو تګ سخت اغېزمن شوی دی. دوی وویل چې د سرکاري ځمکو د پارکینګ لپاره کارول او له ښاریانو څخه د فیس اخیستل د منلو وړ نه دي. اړوند ادارې باید د پارکینګ لپاره روښانه او شفافه تګلاره جوړه او د منظم پلان له مخې ځانګړي ځایونه وټاکي. ولسي حلقو غوښتنه کړې چې د غیرقانوني پارکینګ او تجاوزاتو پر ضد دې بې توپیره عملیات وشي او مهم سړکونه او پلي لارې دې له پارکینګ څخه پاکې کړل شي، څو د کوټې د ټرافیک او پارکینګ ستونزه د تل لپاره حل شي.
