کوټه(ویب نیوز) د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر میر ضیاءالله لانګو ویلي چې باید د تاوتریخوالي پر ځای قلم، د ورانۍ پر ځای پرمختګ او د کرکې پر ځای د سولې لار غوره کړو. هغه وویل حکومت هېڅکله له خبرو اترو انکار نه دی کړی، خو د ټوپک په زور خبرې اترې هېڅ صورت نه شي کېدای. نوموړي ټینګار وکړ چې د بلوچستان او پاکستان پرمختګ، سولې، سوکالۍ او د ولس د ښه راتلونکي لپاره باید ټول په ګډه ترهګري، تاوتریخوالی او کرکه رد کړي. هغه ځوانانو ته په خطاب کې وویل چې قلم دې خپله وسله وګرځوي، زده کړې دې وکړي او د پارلماني او جمهوري مبارزې له لارې دې د هېواد او ملت په برخلیک کې مثبت رول ولوبوي. میر ضیاء لانګو وویل، د خبرو دروازې هغو کسانو ته پرانیستې دي چې د پاکستان اساسي قانون او ریاستي نظام مني، خو د ټوپک، ترهګرۍ او تاوتریخوالي له لارې د خپلې خبرې منلو اجازه نه شي ورکول کېدای.
