مقامی ۱۳ ستمبر ۲۰۲۶

د اوړو د لېږد خنډونه دې لرې او بیې دې راکمې شي، پښتونخوا ملي عوامي ګوند

کوټه(ویب نیوز) پښتونخوا ملي عوامي ګوند په بلوچستان کې د اوړو د بیو د نه کمېدو او له پنجاب او سند څخه بلوچستان ته د اوړو او غنمو د لېږد د خنډونو پر سر سختې اندېښنې څرګندې کړې دي. ګوند ویلي چې له پنجاب څخه بلوچستان ته د غنمو پر لېږد بندیز او له سند څخه د غنمو د انتقال ستونزو د غنمو او اوړو بیې لوړې کړې دي، په داسې حال کې چې حکومت او د خوراک محکمه ولس ته د ریلیف ورکولو په برخه کې جدي نه ښکاري. د بیان له مخې د ۲۰ کیلو اوړو بوجۍ بیه شاوخوا ۳۰۰۰، د ۵۰ کیلو ۷۵۰۰ او د ۱۰۰ کیلو بوجۍ بیه شاوخوا ۱۵ زره روپیو ته رسېدلې، چې له امله یې د بېوزلو او منځنۍ طبقې لپاره د دوو وخته ډوډۍ برابرول هم ستونزمن شوي دي. پښتونخوا ملي عوامي ګوند غوښتنه کړې چې د غنمو د لېږد ټول خنډونه دې سمدستي لرې، له پنجاب او سند څخه بلوچستان ته دې د اوړو بې‌خنډه رسونه یقیني، فلور ملونو ته دې په مناسب نرخ غنم ورکړل او ولس ته دې په دولتي نرخونو ارزانه او معیاري اوړه برابر کړل شي.