کوټه(ویب نیوز) د بلوچستان د وزیراعلیٰ میر سرفراز احمد بګټي په لارښوونه په کوټه کې د ناقانونه ودانیو پر ضد کارروایۍ چټکې شوې دي. د کوټې مېټروپولیټن کارپورېشن ټیم د نیو سبزل روډ (سی پېک روډ) او اې ون سټي په سیمو کې د نقشې، منظوري، این او سي او ودانیزو قوانینو له سرغړونې سره د ۱۱ ودانیو، پلازاګانو او دوکانونو د مهر کولو ترڅنګ ۷ کسان نیولي دي. د ناقانونه جوړو شویو ودانیو ځینې برخې هم پر ځای ړنګې شوې. چارواکو ویلي چې نیو سبزل روډ د «نو کنسټرکشن زون» په توګه اعلان شوی او هلته د نوې ودانۍ جوړولو اجازه نشته. مېټروپولیټن کارپورېشن له ښاریانو او تعمیراتي شرکتونو غوښتي چې د ودانۍ له جوړولو مخکې ټول قانوني شرایط، د نقشې منظوري او این او سي ترلاسه کړي، او د ناقانونه ودانیو پر ضد به بې توپیره کارروایي روانه وي.
