کوټه (ویب نیوز)د کوټې ـ ژوب پر ملي لویه لار د کان مهترزۍ ته نږدې د مسافر وړونکي موټر او ټرک ترمنځ د ټکر له امله په موټر کې سپاره دوه کسان پر ځای مړه شوي دي. عیني شاهدانو ویلي چې پېښه ښايي د تېز رفتارۍ له امله رامنځته شوې وي، چې دواړه موټرونه یو له بل سره ټکر شوي دي. د پېښې له خبر ترلاسه کېدو سره سم سیمهییزه انتظامیه او د مرستې ټیمونه د پېښې ځای ته ورسېدل او د مړو کسانو مړي یې د قانوني کاروایۍ لپاره نږدې روغتون ته ولېږدول.
