کوټه (ویب نیوز)د بلوچستان پر بېلابېلو ملي لویو لارو او های ویزونو د سپټمبر پر ۱۲مه په ۵۴ ترافیکي پېښو کې ټولټال ۷۴ کسان ژوبل او یو کس مړ شوی دی. د بلوچستان د میډیکل ایمرجنسي ریسپانس سنټرز ۱۱۲۲ د ورځني راپور له مخې، د ټراما سنټرونو له خوا د پېښو ژوبلو کسانو ته پر وخت طبي مرسته ورکړل شوې ده. په ژوب کې تر ټولو زیاتې ۲۴ پېښې ثبت شوې چې ۳۵ کسان پکې ژوبل شوي، په خضدار کې په ۱۳ پېښو کې ۱۳ کسان، وندر لسبیله کې په ۵ پېښو کې ۸ کسان، سرانان پشین کې په ۳ پېښو کې ۴ کسان، زیارت کراس پشین کې په ۲ پېښو کې ۶ کسان او کیټل فارم جعفرآباد کې په ۲ پېښو کې ۴ کسان ژوبل شوي دي، په داسې حال کې چې د لیاري لسبیلې په یوه ترافیکي پېښه کې یو کس مړ شوی دی. د راپور له مخې، د ریسکیو ټیمونو په بېلابېلو مرکزونو کې ټول ۷۴ ژوبلو کسانو ته طبي مرستې برابرې کړې دي.
