کوټه (ویب نیوز)په سوراب کې د جمعیت علمای اسلام تحصیل سوراب مشرانو د عامې روغتیا انجینرۍ د پروژو او د اوبو رسولو پر وضعیت اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې په تېرو درېو بجټونو کې د پي اېچ اي لپاره د فنډونو له ځانګړي کېدو باوجود خلک لا هم د څښاک اوبو له بنسټیزې اسانتیا محروم دي. د جے یو آی مشرانو د اړوندې ادارې پر فعالیتونو پوښتنې راپورته کړې او ویلي یې دي چې که فنډونه په منظم ډول ورکړل شوي، نو د دغو پروژو ګټې ولې خلکو ته نه رسېږي او ولې ولس لا هم د خپلو ستونزو د حل لپاره د دولتي دفترونو چکر وهي. دوی غوښتنه کړې چې په تېرو درېو بجټونو کې د پي اېچ اي لپاره د ورکړل شوو فنډونو، بشپړو شوو پروژو او لګښتونو شفاف آډیټ دې وشي، د نیمګړو او غیر فعالو پروژو لاملونه دې د خلکو مخې ته راوړل شي او که غفلت یا بې نظمۍ ثابتې شوې، د مسوولو کسانو پر ضد دې قانوني اقدام وشي. جے یو آی له صوبایي حکومت، د پي اېچ اي له لوړپوړو چارواکو او ضلعي انتظامیې څخه د اوبو رسولو د پروژو د سمدستي ارزونې او د خلکو د شکایتونو د حل غوښتنه هم کړې ده.
