کوټه (ویب نیوز)جمعیت علمای اسلام نظریاتي ویلي چې د بلوچستان حکومت د روزګار په اړه ادعاوې کوي، خو د صوبې زرګونه ځوانان له کلونو راهیسې د کار او دندو په تمه دي. د ګوند مشرانو د حکومت پر کړنو نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د ځوانانو لپاره باید د روزګار زمینه برابره او د دندو په اړه شوې ژمنې عملي شي.
