کوټه(وېب نیوز) د سریاب سړک پر مسلم کمرشل بانک له لوټ وروسته غله د تېښتې پر ځای د سړک په منځ کې کښېناستل او لوټلې پیسې یې شمېرلې، او ادعا کېږي چې له موجودو کسانو سره یې یوه برخه پیسې هم ووېشلې. نه غلو بیړه لرله او نه په ځینو ښاریانو کې وېره لیدل کېده، لکه د بانک لوټ نه، بلکې د مرستې د پیسو وېش روان وي. که څه هم دا صحنه ښايي د خندا وړ ښکاره شي، خو تر شا یې یوه جدي پوښتنه ده چې که وسله وال غله د ورځې په رڼا کې د سړک پر سر ناست وي او لوټلې پیسې شمېري، نو د قانون وېره او د دولت واکمني چېرته ده؟ پوښتنه دا نه ده چې په کوټه کې ولې داسې صحنه رامنځته شوه، بلکې دا ده چې داسې وضعیت ولې رامنځته کېدو ته پرېښودل شو؟
