تازه خبرونه ۱۵ ستمبر ۲۰۲۶

د بلوچستان والي د بېلابېلو پلاوو سره لیدنه

کوټه(وېب نیوز) د بلوچستان والي جعفر خان مندوخېل ویلي دي چې د سیاسي مشرانو اصلي عظمت په واکمنۍ کې نه، بلکې د ولس په باور او خدمت کې نغښتی دی. نوموړي وویل چې د خپلې څلوېښت کلنې سیاسي مبارزې پر مهال یې تل ولسي خدمت د خپلې سیاست محور ګرځولی او سیاست یې د شخصي ګټو یا واک ترلاسه کولو پر ځای د خلکو د ژوند د ښه کولو، نوي نسل ته د فرصتونو برابرولو او د ټولنې د جوړونې وسیله ګڼلې ده. نوموړي دا څرګندونې په کوټه کې د والي په ماڼۍ کې له بېلابېلو پلاوو سره د لیدنې پر مهال وکړې. والي وویل چې دا ورته د ډاډ وړ خبره ده چې د خپلې سیاسي دورې په ترڅ کې یې د تعلیم، روغتیا او ولسي هوساینې په برخو کې ګڼ تاریخي پروژې بشپړې کړې چې نن یې د بېلابېلو ضلعو میلیونونه خلک له ګټو برخمن دي. د نوموړي په وینا، د یوې پروژې اصلي بریا د هغې په ودانۍ کې نه، بلکې په هغو انساني ګټو کې ده چې له هغې څخه ترلاسه کېږي، او تر ټولو ستره هیله یې دا ده چې د دغو لویو ونو سیوری او مېوې یې راتلونکو نسلونو ته هم ورسېږي. جعفر خان مندوخېل وویل چې تعلیم یې تر ټولو ستره لومړیتوب او د سیاسي لیدلوري بنسټیزه ستنه ده، سړکونه، ودانۍ او پلونه ټولنې ته اسانتیاوې برابروي، خو تعلیم انسان ته د خپل برخلیک د بدلولو ځواک ورکوي. نوموړي وویل چې د ده په سیاسي ژوند کې جوړ شوي لسګونه تعلیمي بنسټونه نن په لویو ونو بدل شوي او له دغو ادارو څخه فارغ شوي زرګونه هلکان او نجونې د هېواد او ولس په جوړونه او پرمختګ کې خپل رول ترسره کوي. هغه زیاته کړه چې د یوه ښوونځي بنسټ اېښودل په حقیقت کې د یوه نسل بنسټ اېښودل دي، د یوه کالج جوړول د زرګونو راتلونکو هیلو جوړول او د یوه پوهنتون جوړول د نسلونو فکري راتلونکی بدلولای شي. والي وویل چې د چټکو اقتصادي او سیاسي بدلونونو په پام کې نیولو سره د انساني وړتیاوو وده اړینه ده او باید داسې ذهنونه وروزو چې بلوچستان د علمي پرمختګ او عصري اقتصاد پر لور رهبري کړای شي.