کوټه (ویب نیوز) د افغان قومي موومنټ مشر احمد خان پر ولسي سرچینو د مبینې قبضې سخته غندنه کړې او ویلي یې دي چې د دولت د سمې لارې د برابرولو لپاره حکومتي اشرافیه باید د ولسي سرچینو له لوټ او شخصي ګټو پر ځای د قومونو د حاکمیت، اختیار او پر خپلو سرچینو د حق منلو ته غاړه کېږدي. نوموړي په خپل بیان کې د ماینونو او معدني سرچینو په ګډون پر ولسي شتمنیو او طبیعي سرچینو د قبضې هڅې د پښتنو او بلوڅو لپاره د هېڅ صورت د منلو وړ نه دي بللې او ویلي یې دي چې د حکومتي اشرافیې له خوا د دولت د ولس لپاره د مور په څېر د بللو له دعوو سره سره، عملي وضعیت بل ډول دی، ځکه دولتي نظام څو ځله د ولس د رایې، ځانارادیت او حاکمیت د حق پر خلاف کارول شوی، چې له امله یې د دولت په چوکاټ کې مېشت قومونه د محکومیت، ناهیلۍ او بېباورۍ په فضا کې ژوند کولو ته اړ شوي دي. احمد خان وویل چې د پښتنو او بلوڅو پر خاوره د ماینونو او معدني سرچینو په ګډون د ولسي سرچینو د کنټرول هڅې د منلو وړ نه دي، یوه خوا اشرافیه پر ولسي سرچینو قبضه کوي او له خپلو امتیازاتو ګټه اخلي، خو بله خوا عام ولس له خپلو سرچینو بېبرخې پاتې دی. هغه وویل چې پر ولسي سرچینو قبضه یوازې اقتصادي استحصال نه دی، بلکې د اړوندو سیمو خلک د اقتصادي محرومیت او انحصار پر لور د ټېل وهلو هڅه هم ده، چې د ولس او دولت ترمنځ واټن زیاتولی او د ټکر وضعیت رامنځته کولی شي. د افغان قومي موومنټ مشر غوښتنه وکړه چې د پښتنو او بلوڅو په خاوره کې د معدني سرچینو د قبضې او کنټرول اړوند ټول اقدامات او قوانین دې بېرته واخیستل شي او د ولس د حاکمیت حق او پر خپلو سرچینو بشپړ اختیار دې ومنل شي. هغه وویل چې له معدني او نورو طبیعي سرچینو څخه د ترلاسه کېدونکو ګټو په برخه کې سیمهییز ولس بنسټیز حق لري او د هر هغه اقدام مخالفت به وشي چې خلک له خپلو سرچینو او د خپل راتلونکي د پرېکړو له حق څخه محروموي.
