مقامی ۱۶ ستمبر ۲۰۲۶

ہزارہ برادری سمیت ټولو ولسونو د ستونزو د هواري لپاره زموږ دروازې تل پرانیستې دي، زرک خان مندوخېل

کوټه (وېب نيوز) د بلوچستان اسمبلۍ غړي او د مسلم لیګ (ن) مشر شیخ زرک خان مندوخېل ویلي چې د خپلې انتخاباتي حلقې د خلکو ترڅنګ د هزارہ برادری د ستونزو د هواري لپاره هم د دوی دروازې تل پرانیستې دي او خلک کولای شي له کومې وېرې پرته خپلې ستونزې ورسره شریکې کړي. نوموړي وویل چې دوی د رنګ، نسل او قوم له توپیر پرته د ولس خدمت ته ژمن دي او د حلقې د ټولو طبقو او برادریو ستونزې خپلې ستونزې ګڼي. هغه زیاته کړه چې د هزارہ برادری په ګډون د ټولو خلکو د بنسټیزو ستونزو د هواري لپاره به له اړوندو چارواکو سره اړیکې ونیول شي او د شته وسایلو په چوکاټ کې به عملي اقدامات ترسره شي. نوموړي وویل چې د ولس او منتخب استازو ترمنځ پیاوړی اړیکه د ستونزو د پر وخت هواري بنسټ دی، نو د ولس لپاره به د دوی دروازې هر وخت پرانیستې وي او له ټولو وګړو سره به مساوي چلند کېږي.