مقامی ۱۶ ستمبر ۲۰۲۶

د زیارت کراس پر ټول پلازه جوړ شو، له ټرانسپورټرانو د ټو‌ل ټکس اخیستل پیل

کوټه(ویب نیوز) د زیارت کراس پر ټول پلازه جوړ شوی او له دې وروسته له سیمه‌ییزو او له سیمې بهر ټرانسپورټرانو څخه د ټو‌ل ټکس اخیستل پیل شوي دي. د ټو‌ل پلازې له جوړېدو سره تمه کېږي چې پر ټرانسپورټرانو اضافي مالي بار ولګېږي، په داسې حال کې چې ټرانسپورټرانو او ښاریانو د ټکس د کچې، د راټولولو د طریقې او د ترلاسه شویو پیسو د کارونې په اړه بېلابېلې پوښتنې مطرح کړې دي.