تازه خبرونه ۱۷ ستمبر ۲۰۲۶

چمن: د سي آئی اے پولیسو بریالۍ عملیات، 7 مشکوک غله ونیول شول – عبدالحکیم اڅکزی

چمن ( سید سردار محمد خوندئی ) په چمن کې د سي آئی اے پولیسو د ښار په بیلا بیلو سیمو کې بریالي عملیات ترسره کړل او 7 مشکوک غله یې ونیول.
دغه عملیات د سي آئی اے انچارج عبدالحکیم اڅکزي د پولیسو د عملې سره یو ځای ترسره کړل.

په یوه بیړنۍ مطبوعاتي غونډه کې د وینا پر مهال د سي آئی اے انچارج عبدالحکیم اڅکزي وویل چې د نیول شویو تورنو څخه نورې پلټنې روانې دي او تمه ده چې د بیلا بیلو غلاوو په اړه به مهم افشاګانې وشي.

هغه وویل چې د ټولنې د دښمن عناصرو څخه ترلاسه شوي موټر سایکلونو مالکین دې له پولیسو سره همکاري وکړي تر څو تورنو ته سخته سزا ورکړل شي.
عبدالحکیم اڅکزي زیاته کړه چې د چمن د ایم پي اے او د بلوچستان اسمبلۍ د سپیکر کیپټن (ر) عبدالخالق خان اڅکزي او د چمن ایس پي اعتزاز عارف په ځانګړو لارښوونو د چمن په ښار کې د غلو، د نشه يي توکو د پلورونکو او د اشتہاري مجرمینو په وړاندې عملیات دوام لري. په هیڅ صورت به جنایتکارو عناصرو ته نه پریږدو.

هغه وویل چې په دې لړ کې د پولیسو افسرانو تر څارنې لاندې پولیس ځواک په سیمه کې د جرمونو د ختمولو لپاره شپه او ورځ هڅې کوي او د ولس د ځان او مال ساتنه د پولیس ځواک لومړنۍ ذمه واري ده.