تازه خبرونه ۱۷ ستمبر ۲۰۲۶

اسیايي لوبې: پاکستان ښځینه لوبډلې تایلنډ ته ماتې ورکړه، نیمه پایلوبې ته ووتله

کوټه(ویب نیوز) د پاکستان ښځینه کرکټ لوبډلې د اسیايي لوبو په کوارټر فاینل کې تایلنډ ته په ۳ ویکټو ماتې ورکړه او نیمه پایلوبې ته یې لار وموندله. د باران له امله لوبه ۱۱ اورونو ته محدوده شوې وه. تایلنډ په ۱۱ اورونو کې د ۴ ویکټو په زیان ۹۱ منډې وکړې، خو پاکستان ټاکل شوی ۹۲ منډې هدف په ۱۰.۴ اورونو کې د ۷ ویکټو په زیان ترلاسه کړ. شوال ذوالفقار ۲۵، لوبډلمشرې فاطمه ثنا ۲۱ او طوبیٰ حسن ۱۳ منډې وکړې، فاطمه ثنا د توپ اچونې پر مهال هم ۲ ویکټې واخیستې. پاکستان هدف د دوو توپونو په پاتې کېدو ترلاسه کړ.