مقامی ۱۷ ستمبر ۲۰۲۶

پښتونخوا ملي عوامي ګوند: د سپټمبر ۲۳مه به د پښتني کلتور ورځ په ساده او باوقاره توګه ولمانځل شي

کوټه(ویب نیوز) د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مرکزي دارالانشاء اعلان کړی چې د ترهګرۍ او خراب امنیتي وضعیت له امله به سږ کال د سپټمبر په ۲۳مه د پښتني کلتور ورځې مراسم په ساده، جدي او باوقاره توګه ترسره کېږي. ګوند ټولو ضلعي تنظیمونو ته سپارښتنه کړې چې په خپلو سیمو کې د پښتو ژبې، تاریخ، ادب، کلتور، دودونو او مثبتو ټولنیزو ارزښتونو د څرګندولو لپاره مراسم ترسره کړي. په کوټه کې به هم د کوټې پریس کلب کې غونډه جوړه شي. د بیان له مخې د پښتني کلتور ورځې موخه د خپلې تاریخي پېژندنې او کلتوري میراث ساتنه، نوي نسل ته د هغه لېږد او نړۍ ته د پښتنو د سولې، زغم، مېلمه پالنې او انسان دوستۍ دودونه ورپېژندل دي. د ګوند په وینا، په ۲۰۱۵ کال کې په کوټه کې د پښتو نړیوال ادبي کنفرانس پر مهال د سپټمبر ۲۳مه د پښتني کلتور ورځې په توګه د لمانځلو وړاندیز شوی و او ګډونوالو پرې موافقه کړې وه.