کوټه(ویب نیوز) د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مرکزي دارالانشاء اعلان کړی چې د ترهګرۍ او خراب امنیتي وضعیت له امله به سږ کال د سپټمبر په ۲۳مه د پښتني کلتور ورځې مراسم په ساده، جدي او باوقاره توګه ترسره کېږي. ګوند ټولو ضلعي تنظیمونو ته سپارښتنه کړې چې په خپلو سیمو کې د پښتو ژبې، تاریخ، ادب، کلتور، دودونو او مثبتو ټولنیزو ارزښتونو د څرګندولو لپاره مراسم ترسره کړي. په کوټه کې به هم د کوټې پریس کلب کې غونډه جوړه شي. د بیان له مخې د پښتني کلتور ورځې موخه د خپلې تاریخي
