تازه خبرونه ۱۷ ستمبر ۲۰۲۶

حرمین شریفین د ټولو مسلمانانو سره کرښه ده، پر مکې مکرمې برید نه بښل کېدونکی جرم دی، جمعیت علما اسلام نظریاتي

کوټه(ویب نیوز) د جمعیت علما اسلام نظریاتي پاکستان مرکزي ویاند حاجي سید عبدالستار شاه چشتي ویلي چې حرمین شریفین د ټولو مسلمانانو اساسي سره کرښه ده او پر مکې مکرمې یا حرمین شریفینو هر ډول برید به پر ټول اسلامي امت برید وبلل شي. نوموړي وویل چې مسلمانان ډېر څه زغملی شي، خو د حرمین شریفینو د ساتنې لپاره د خپل ژوند قرباني کول ویاړ او سعادت ګڼي. هغه پر مکې مکرمې د ادعا شویو ډرون بریدونو په اړه د اسلامي هېوادونو د مشرانو پر دریځ نیوکه وکړه او ویې ویل چې د داسې پېښو د عاملینو په اړه باید بشپړه پلټنه او د قانون له مخې مؤثر اقدام وشي.