تازه خبرونه ۱۷ ستمبر ۲۰۲۶

چیف سیکرټري د بلوچستان د ادارو دوه کلنه کارکردګي او راتلونکی پلان وڅېړه

کوټه(ویب نیوز) د بلوچستان چیف سیکرټري شکیل قادر خان په مشرۍ غونډه کې د اطلاعاتو وزارت، د کوټې پرمختیايي ادارې، د ګوادر پرمختیايي ادارې او د چاپېریال ساتنې ادارې دوه کلنه کارکردګي او راتلونکی پلان وڅېړل شو. په غونډه کې د مالي چارو، عامه خدمتونو او پرمختیايي پروژو په اړه معلومات وړاندې شول. چیف سیکرټري د عامه ګټو پروژو د پر وخت اعلان او شفافیت، د دواړو پرمختیايي ادارو لپاره د عوایدو د شفافو او دوامدارو سرچینو د زیاتولو او د چاپېریال ساتنې د لا پیاوړتیا لارښوونه وکړه. نوموړي د کوټې پرمختیايي ادارې ته د اربن فاریسټ او بزنس سنټر پر پروژو د پر وخت کار پیلولو سپارښتنه هم وکړه.