کوټه/ګوادر(ویب نیوز) د بلوچستان چیف سیکرټري شکیل قادر خان په مشرۍ غونډه کې د ګوادر پرمختیايي ادارې اداري، مالي او پرمختیايي چارې وڅېړل شوې. د جی ډي اې عمومي رئیس معین الرحمن خان د روانو او بشپړو شویو پروژو، ښاري اسانتیاوو او د ادارې د کارکردګۍ په اړه معلومات وړاندې کړل. غونډې ته وویل شول چې جی ډي اې د سمارټ پورټ سټي ماسټر پلان له مخې د سړکونو او کوڅو پاکولو، ډرېنېج او سیوریج، ونو کرلو، اوبو رسولو او نورو ښاري خدمتونو په برخه کې فعالیت کوي او د ناقانونه ودانیو د مخنیوي لپاره هم اقدامات روان دي. د سوډ بند د اوبو د کچې د کمېدو له امله اوس هره ورځ له شادي کور څخه ګوادر ښار ته اوبه پمپ کېږي، خو د برېښنا د نشتوالي له امله د جنراتورونو کارول کېږي چې لګښتونه یې زیات کړي دي. د شادي کور پمپینګ سټېشن ته د پسني ګرډ له لارې د برېښنا رسولو لپاره د جلا فیډر پي سي ون د منظورۍ لپاره وړاندې شوی دی. چیف سیکرټري د جی ډي اې د عوایدو د زیاتولو، مالي ځان بسیاینې، د سرچینو د اغېزمن استعمال او د پروژو د پر وخت بشپړولو لپاره د عملي وړاندیزونو د برابرولو لارښوونه وکړه. نوموړي د جی ډي اې ښوونځي د یوه باوري او تجربه لرونکي ادارې له لارې د چلولو امکان هم وڅېړه او د راتلونکې بورډ غونډې ته یې د جامع سپارښتنو د وړاندې کولو امر وکړ.
