کوټه(ویب نیوز) د مستونګ په نوزه کانک سیمه کې د وسله والو کسانو په ډزو کې دوه تنه وژل شوي او یو بل سخت ټپي شوی دی. پولیسو ویلي چې مړي او ټپي د درملنې لپاره کوټې ته انتقال شوي دي. د پولیسو په وینا، له وژل شویو کسانو څخه د یوه د ډاډر او د بل د مستونګ اوسېدونکی بلل شوی دی. لومړني معلومات ښيي چې درې واړه کسان ښايي د غلاوو په یوه ډله کې شامل وو او یوه پک اپ موټر یې تښتولی و. پولیس وايي، درې واړه د نامعلومو وسله والو له خوا په ډزو ویشتل شوي دي. پولیسو د پېښې شواهد راټول کړي او پلټنې یې پیل کړې، په داسې حال کې چې د پېښې د انګېزې او د ډزو کوونکو په اړه نور معلومات راټولېږي.
