تازه خبرونه ۱۸ ستمبر ۲۰۲۶

ایران: د ټرمپ او نتنیاهو تر واکمنۍ پورې به د هرمز تنګي پرانیستل نه شي

کوټه(ویب نیوز) د ایران د رهبر انقلاب سیاسي سلاکار محمد باقر ذوالقدر ویلي چې د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو تر واکمنۍ پورې به د هرمز تنګي پرانیستل نه شي. نوموړي له تهران څخه په خپاره شوي بیان کې دا اقدام د ایران د ولس د غچ لومړی پړاو بللی او ویلي یې دي چې ایران له څو لسیزو راهیسې د خپلې پېژندنې، خپلواکۍ او ملي حاکمیت د دفاع لپاره مقاومت کوي. هغه زیاته کړې چې ایراني ولس د بریدونو پر وړاندې د مقاومت او د خپلو وژل شویو کسانو د وینې د غچ اخیستو پر هوډ ولاړ دی.