تازه خبرونه ۱۸ ستمبر ۲۰۲۶

ډونلډ ټرمپ: د ایران جګړې په اړه به لویه پرېکړه وکړم

کوټه(ویب نیوز) د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي چې د ایران د جګړې په اړه به یوه لویه پرېکړه وکړي او دا موضوع هم تر غور لاندې ده چې جګړه دوام ورکړي او ایران په بشپړه توګه ویجاړ شي که نه. ټرمپ له یوې امریکايي خبري ویبپاڼې سره په خبرو کې ویلي چې د راتلونکو اقداماتو په اړه په ملګرو ملتونو کې له سیمه‌ییزو متحدینو څخه مستقیمه مشوره اخیستل کېدای شي. نوموړي ویلي چې امریکا له ایران سره مستقیم تماس لري او ایراني چارواکي لا هم د یوه تړون غوښتونکي دي. ټرمپ زیاته کړې چې ښايي راتلونکې اوونۍ په نیویارک کې د اسرائیلو له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره هم وګوري.