تازه خبرونه ۱۸ ستمبر ۲۰۲۶

په یمن کې د حکومتي ځواکونو او حوثیانو سخته جګړه، د ۳۰ وسله والو د وژل کېدو ادعا

کوټه(ویب نیوز) د یمن په لوېدیځ تعز ولایت کې د حکومتي ځواکونو او حوثي وسله والو ترمنځ په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په سختو نښتو او هوايي بریدونو کې د لږ تر لږه ۳۰ حوثي وسله والو د وژل کېدو او له ۶۰ څخه د زیاتو د ټپي کېدو ادعا شوې ده. د یمني پوځ په وینا، د تعز لوېدیځ د الوزیه ولسوالۍ په بېلابېلو محاذونو کې د حوثیانو مرکزونه، وسایط او د وسله والو د راټولېدو ځایونه په نښه شوي او د دوی څو بریدونه شنډ شوي دي. له حوثیانو سره تړلو رسنیو په تعز، حجه او نورو سیمو کې د سعودي هوايي بریدونو راپورونه ورکړي او د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې ادعاوې یې کړې، خو د دغو ادعاوو خپلواکه تایید نه دی شوی. بل لوري ته د سعودي د ملکي دفاع ادارې ویلي چې د طایف ښار په شاوخوا کې یې د حوثیانو یو ډرون په هوا کې شنډ کړی چې په ترڅ کې یې یو یمني وګړی وژل شوی او دوه نور کسان ټپیان شوي دي. په یمن کې د جګړې له زیاتېدو سره د ملکي وګړو کډه کېدل او د سره سمندر له لارې د نړیوالو تېلو د لېږد په اړه اندېښنې هم زیاتې شوې دي.