کوټه(ویب نیوز) د بلوچستان د خوړو ادارې له خوا د ګډوډو او غیر صحي شیدو او مستو پر ضد ځانګړي عملیات درېیمه ورځ هم روان وو. د خوړو ادارې ټیمونو په رئیسانۍ روډ، توغي روډ، علمدار روډ، جان محمد روډ، سی پېک روډ او نواں کلی بای پاس کې ۱۹ د شیدو دوکانونه، ۵۲ د شیدو وړونکي موټرونه او موټرسایکلونه او په کورونو کې جوړ شوي درې واحدونه وکتل. د ګډوډو شیدو د خرڅلاو له امله پر ۱۶ واحدونو جریمې ولګېدې او دوه ځایونه د جدي سرغړونو له امله مهر شول. د ګرځنده لابراتوارونو له لارې په ځای کې ۱۶ زره او ۱۵۰ لیټره شیدې وکتل شوې چې ۵۷۰ لیټره یې ګډې او غیر معیاري وموندل شوې او له منځه یووړل شوې. همدارنګه ۳۶۰ کیلو مستې وکتل شوې چې ۲۰۰ کیلو یې د خراب کیفیت او ګډوډۍ له امله تلف شوې. د ادارې د ویاند په وینا، په ځینو نمونو کې د اوبو اندازه ۱۰، ۱۴، ۲۰ او ۳۷ سلنې ته رسېدلې وه او په ځینو مواردو کې د سکمډ ملک ګډول هم ثابت شوي. د عملیاتو پر مهال له جواز پرته کاروبار، خراب صفایي، ککړ د شیدو کینونه، نامناسبه ذخیره او د خوراکي خوندیتوب د قوانینو نورې سرغړونې هم وموندل شوې. د بلوچستان د خوړو ادارې ویاند ویلي چې د دې کمپاین موخه خلکو ته د معیاري، خوندي او صحي خوراکي توکو برابرول دي او د قوانینو له سرغړوونکو سره به د قانون له مخې جدي چلند کېږي.
