کوټه(ویب نیوز) د بلوچستان د پولیسو مشر محمد طاهر د وزیراعلیٰ بلوچستان د فساد پر وړاندې د صفر زغم تګلارې د عملي کولو لپاره د داخلي حساب ورکولو څانګې (آی اې بي) د پیاوړتیا او باصلاحیته کولو په موخه جامع ایس او پي جاري کړې ده. د دغې کړنلارې له مخې به آی اې بي د یوې باصلاحیته او پرېکنده احتسابي ادارې په توګه فعالیت کوي، د آی اې بي مرستیال مشر به د ټولې صوبې شکایتونه هره ورځ ارزوي او سیمهییز پولیس مشران به د سب انسپکټر او له هغې څخه د لوړو رتبې افسرانو پر ضد د فساد پلټنې په مستقیم ډول ترسره کوي. دوسیې به بېرته ولسوالیو ته نه استول کېږي، څو د اغېز او نفوذ مخه ونیول شي. د اړتیا په صورت کې به پخواني تړل شوي شکایتونه بیا پرانیستل کېږي، د تحقیقاتو اړوند شکایتونه به د سپرنټنډنټ پولیس رتبې افسرانو ته سپارل کېږي او د محکمانه کارروایۍ څارنه به مرکزي پولیس دفتر کوي. په ایس او پي کې د تحقیقاتو لپاره د اضافي آی جي پولیس د نوې څوکۍ جوړول، د سیمهییزو پولیس مشرانو او ډي ایس پي افسرانو د خالي څوکیو په لومړیتوب ډکول، آی اې بي ته مالي او بودیجوي خپلواکي ورکول او د ځانګړې څانګې استخباراتي معلومات د احتساب په بهیر کې شاملول هم شامل دي. د عملي کېدو اوونیز راپور به مرکزي پولیس دفتر ته وړاندې کېږي.
